انصار: (د لیندی ۷ مه)، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ویلي چې د دوی حکومت ژمن دی چې له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
حقاني په غزنې ولایت کې یوې غونډې ته ویلي چې دطالبانو حکومت له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو د اسانتیاوو لپاره کمېټه جوړه کړې ده.
نوموړي ویلي، د پاکستان دغه ناسمه پرېکړه د توجیه وړ نه ده او افغانان یې په دغه کار سخت خواشیني کړي.
حقاني زياته کړې چې هېوادوالو د اتحاد او اتفاق له لارې ازادي ترلاسه کړه او اوس په کار ده چې د پرمختګ لپاره کار وکړي.
تر دې وړاندې د افغان چارواکو په ګډون نړیوالو بنسټونو له پاکستان څخه وغوښتل چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي، خو د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28712
قرأ